ملتان کښې جاري د دوئم ټيسټ ميچ په اولنۍ ورځ لوبه ختميدو پورې د انګلينډ خلاف پاکستان پنځه وکټو په زيان دوه سوه، نهه پنځوس رنز جوړ کړې دي ۔
پاکستان طرف نه ډيبيو کونکي کامران غلام شاندار بيټنګ کړې او په يو سل اتلس رنز آؤټ شوې، صائم ايوب اووه اوويا رنز باندې پويلين ته واپس شويدې ۔
په دوئم ټيسټ کښې هم د پاکستان ټاپ آرډر خاص کاکردګي نۀ ده ښودلې ،عبدالله شفيق اووه، کپتان شان مسعود درې، سعود شکيل څلور رنز جوړولو نه پس آؤټ شوي دي ۔
د اولنۍ ورځې لوبه ختميدو پورې محمد رضوان په اووه ديرش او سلمان علي آغا په پنځه رنز ناټ آؤټ دي ۔
انګلينډ طرف نه جيک ليچ دوه، شعيب بشير ،ميتهيو پاټس او بريډن کرس يو، يو وکټ په خپل نوم کړې ده ۔
ياده دې وي چې د درې ميچونو ټيسټ سيريز کښې انګلينډ ته يو صف سره برتري ترلاسه ده ۔