پنډۍ کرکټ سټيډيم کښې د پاکستان او بنګله ديش ترمينځ د اولني ټيسټ ميچ دوئمې ورځې لوبه مکمل شويده ۔
پاکستان خپل اولنې اننګز د شپږ لوبغاړو په زيان 448 رنز باندې ډکليئر کړېدې ۔
پاکستان طرف نه محمد رضوان شاندار يو سل يو اوويا رنز جوړولو سره ناټ آؤت پاتې شوې او سعود شکيل په يو سل يو څلويښت رنز آؤټ شوې وو۔
شاهين شاه آفريدي په نهه ويشت رنز ناټ آؤټ پاتې شوې، صائم ايوب په اولنۍ ورځ شپړ پنځوس،شان مسعود شپږ،عبدالله شفيق دوه او بابراعظم په صفر آؤټ شوې وو ۔
بنګله ديش طرف نه شريف الاسلام او حسن محمود دوه دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
د پاکستان اولني اننګز سکور 448 په جواب کښې بنګله ديش په دوئمه ورځ لوبه ختميدو پورې بغير د څه نقصان نه يويشت رنز جوړ کړېدي ۔
بنګله ديش ته د پاکستان د اولني اننګز سکور مکمل کولو لپاره د نور څلور سوه يويشت رنز ضرورت دې ۔