بهر ملکي خبري ادارو وئيلي چې غزه کښې د سحر مونځ نه پس اسرائيلي فوج حمله کړېده ۔
خبري ايجنسو مطابق اسرائيلي حمله کښې سل نه زيات فلسطيني وګړي شهيدان شويدي ۔
بهر ملکي ميډيا وئيلي چې شهيدانوکښې څلويښت ماشومان هم شامل دي ۔
د غزه يو مقامي صحافي حسام بشاط مطابق د بريد نه پس په عمارت کښې اوور لګيدلې وو ۔
داوور په قابو موندو کښې انتظاميه ناکامه شوې ده ،ولې چې اسرائيلي فوځونو غزه ته د اوبو سپلائي کټ کړې ده ۔
غزه سرکاري ميډيا وئيلي دي چې اسرائيلي فوج په الطبعين سکول کښې قتل عام کړې دا سکول د غزه متاثرينو لپاره د پنا ګاه په توګه استعماليدو ۔
هغوي زياته کړې چې دا د فلسطين اولس نسل کشۍ يو ګام دې ۔