كوئټه:د بلوچستان ګورنر جعفر مندوخيل وئېلې دي د هېواد او قام په پرمختګ كښې سياسي تنظيم ته د كووېن ګارډ حېثيت ترلاسه دے ٬ د اوسني جكومت په دانش لرونكو ګامونو هېواد د معاشي ستونزو څخه وتلے دے ۔ په اولس كښې د حقونو و فرائض اجتماعي احساس پورته كولو ٬ سماجي انصاف باوري كول٬ جمهوري رويو له وده وركول او د اولسي حقونو او د اختيارات پاسداري باوري كولو كښې سياسي تنظيمونه او سياسي كاركنان ځانګرے كردرار لري۔ په دې لړ كښې د نوو ټاكلے شوو اولسي استازو ذمه واري ده چې هغه د خلقو تقسيمولو په ځائے د يووالي لپاره شعوري هڅې وكړي او پخپلو سيمو كښې د بې اثرې خلقو د حقونو او ګټې په زړه پورې وكالت وكړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ګورنر هاوس كوئټه كښې د پخواني صوبائي وزير مجيب الرحمان محمد حسني٬ پخواني اي اېن اے مير احسان ريكې او ډسټركټ ځيئرمين عرفات ريكې سره ملاقات كښې وكړه ۔ په دې مهال ګورنر ووئېل د اوسني حكومت په دانش لرونكو ګامونو هېواد د معاشي ستونزو څخه وتلے دے او اوس ضروري ده چې د اولس لپاره معاشي او تجارتي هلو ځلو له په وده وركولو نورې اسانۍ راپېدا كړي ۔ ګورنر مندوخيل ووئېل د ټاكلے شوو نوو استازو ذمه واري ده چې د قانون سازۍ د لارې داسې اولسي پالېسۍ جورې كړي چې په عمل درآمد ئې د ټول اولس حقونه او بنيادي ازاديو لپاره لاره هواره شي