د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس د سپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ کښې شوې چې پکښې شير علي افريدي لخوا دغه بل وړاندې کړې شوې، کوم چې ايوان په اکثريت سره منظور کړيدې ۔
د قرارداد د متن له مخې هره اداره دې په خپلو آئیني حدودو کښې پاتې شي، چې کومو فوجي افسرانو د حلف خلاف کار کړې ،د هغوي کورټ مارشل دې اوکړې شي ۔
قرارداد مطابق د دغه فوجي افسرانو د غير انساني کارونو مخنيوې دې اوکړې شي ۔
قرارداد کښې په پولو موجود فوجي ځوانانو ته هغوي په سخته ډيوټۍ خراج تحسين هم وړاندې کړې شويدې ۔
خپل قرارداد کښې شېرعلي آفريدي وئيلي دي چې سياست دې د فوج له مداخلت نه پاک وي، که حالات خراب شول نو ذمه واري به دغه يو څو فوجي افسران وي
د منظور شوي قرارداد کښې وئيلي شوي چې د پي ټي آئي کارکنانو خلاف د کاروائۍ غندنه کوو۔
قرارداد کښې د پي ټي آئي باني د خدماتو ستائنه کړې شوې او د هغه د فوري خوشې کولو غوښتنه هم شوې ده ۔