وزيراعلیٰ خيبرپښتونخوا علي آمين ګنډاپور څوک چې تر مازيګره پورې په قافله کښې موجود وو ولې بيا خبرونه راغلل چې علي امين ګنډاپور د خپل سکواډ سره کے پي هاؤس اسلام اباد ته راغے او قافله ئې په چائنه چوک کښې پريښوده ۔
دغه مهال د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا د کے پي هاؤس څخه د ګرفتاريدو خبرونه راغلل ولې بيا ورستو خبر ميلاؤ شو چې د وزيراعلیٰ د ګرفتارۍ خبر دروغ وو،او بيا اووئيلي شول چې هغه په خېبرپښتونخوا هاؤس کښې موجود دے ۔
په وزيراعلیٰ باندې سرکاري املاکو ته د نقصان رسولو او په ناجائزه د سرکاري وسائلو د استعمالولو الزام دے ۔
ذرائعو وائيلي چې وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور د مذاکراتو لپاره کے پي هاؤس ته راغوښتلے شوے او کۀ چرې هغه د احتجاج ځنډولو ته غاړه کے نه ښوده نو بيا ئې ګرفتاري کيدے شي ولې چې د وړاندې نه رينجرز کے پي هاؤس پخپله ولقه کښې اخستې دې ۔