ګرانې بجلي او تخواه دارې طبقې باندې اضافي ټيکسونو خلاف د پنډۍ لياقت باغ کښې د جماعت اسلامي دهرنا په څوارلسمه ورځ هم جاري ده ۔
د دهرنې ګډون والو ته خپل خطاب کښې امير جماعت اسلامي حافظ نعيم الرحمان وئيلي چې نن د دهرنے څوارلسمه ورځ ده ۔
د جماعت اسلامي امير اووئيل چې زمونږ مطالبات واضحه دي ،د کرائے بجلي ګهرو ته دې لګام ورکړې شي ۔
حافظ نعيم الرحمان اووئيل چې تنخواد دارو باندې دې رحم اوکړې شي،او جاګيردارانو باندې دې ټيکس اولګولې شي ۔
هغه زياته کړې چې ملک کښې بغاوت او د سختې غم غصے صورتحال دې ، داس ې حال کښې د حکومت ، اولس او ادراو تر مينځ فاصلې نورې هم سيوا کيږي ۔
امير جماعت اسلامي اووئيل چې کله دغه شان فاصلے زياتيږي نو ملک کښي فسادونه هم زور نيسي ۔
حافظ نعيم الرحمان اووئيل چې مونز نور داسي څيزونو کښې خپل خلق نه اخته کول غواړو ، که حکومت دا ګنړي چې دا زمونږ کمزوري ده نو داسي بالکل نه ده ۔