د راولپنډۍ کرکټ سټيډيم کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ اولنۍ ورځې لوبه ختم شوې ده ۔
بنګله ديش ټاس ګټلې وو او پاکستان ته ئې د بيټنګ بلنه ورکړې وه ۔
پاکستان خپل اولني اننګز کښې څلور لوبغاړو په زيان يو سل اته پنځوس رنز جوړ کړېدي ۔
د وړومبې ورځې لوبه باران لوجې صرف د يو څلويښت اوورز پورې شويده ۔
د پاکستان اولني درې لوبغاړي ډير زر آؤت شوي وو، چې پکښې عبدالله شفيق په دوه، کپتان شان مسعود په شپږ او بابراعظم بغير د څه رنز آؤت شوې وو۔
دوي نه پس صائم ايوب او سعود شکيل غوي بيټنګ کړې او سکور ئې يو سل څوارلس ته رسولې وو چې بيا صائم ايوب په شپږ پنځوس رنز آؤت شو۔
د اولني ټيسټ ميچ اولنې ورځې لوبه ختميدو پورې سعود شکيل په اووه پنځوس او وکټ کيپر بېټر محمد رضوان څليريشت رنز باندې ناټ آؤټ وو ۔
بنګله ديش طرف نه شريف الاسلام او حسن محمود دوه دوه وکټې په خپل نوم کړيدي ۔