اسلام آباد کښې په څليريشتم نومبر د پى ټى آئى ممکنه احتجاج مخنيوى لپاره وفاقي حکومت انتظاماتو ته حتمي شکل ورکړې دې ۔
دي لړ کښي وزارت داخله سرښاراسلام آباد کښې د رينجرز او ايف سى تعينات کولو نوټيفکيشن جارى کړې دې ۔
د نوټى فيکشن مطابق رينجرز او ايف سى ته به د دهشت ګردې ايکټ لاندې اختيارات ترلاسه وى ۔
نوټى فيکشن ترمخه به رينجرز او ايف سى اهلکار وفاقى پوليس سره امن وامان برقرار ساتلو کښې پوره پوره مرسته کوى ۔
اسلام آباد کښې د رينجرز او ايف تعيناتې لپاره چيف کمشنر وزارت داخله ته خط ليکلې وو په کوم چې اوس د دوي په اسلام آباد کښې د تعيناتۍ نوټي فکيشن جاري کړې شويدې ۔