پراونشل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي (پي ډي ايم اے )خېبرپښتونخوا په صوبه کښې د جولائي او اګست مياشتو دوران د بارانونو لوجې شوي ځاني او مالي نقصاناتو اعداد و مشمار جاري کاري کړېدي ۔
پي ډي ايم اے وئيلي چې دوه مياشتو کښې د بارانونودوران مختلفو پيښو کښې اتۀ اتيا کسان مړه شوي او يو سل نهه ويشت ژوبل شويدي ۔
رپورټ مطابق پحق رسيدلي کسانو کښې دري څلويښت ماشومان، شپږ ويشت سړي نورلس زنانه شامل دي ،او ژوبل کسانو کښې يو شپيتۀ ماشومان، نهه ديرش نارينه او نهه ويشت زنانه شامل دي ۔
پي ډي ايم اے وئيلي چې دې دوران صوبه کښې نهه سوه اتۀ پنځوس کورونو ته زيان رسيدلې ۔
پي ډي ايم اے ترمخه دغه کورونو کښې شپږ سوه اته نوي ودانوته جزوي او دوه سوه شپيتۀ کورونه په مکمله توګه تباه شويدي ۔
رپورټ کښې دا هم وئيلي شوي چې صوبه کښې د لينډ سلائيډنګ او آسماني بجلي راپريوتو لوجې يو سل اووه څلويښت ځناور هم مړۀ شويدي ۔
دې دوران د صوبې مختلفو علاقو په نهرونو ،خوړونو او نالو کښې د سيلابي اوبو لوجې يو شمير سړکونه او پُلونه هم اوبو کښې لاهو شويدي ۔