خېبرپښتونخوا کښې د پشکال بارانونو دوران نقصاناتو باندې د پي ډي ايم اے تازه تفصيلات جاري شويدي ۔
پي ډې ايم اے وئيلي چې تير څليريشت ګهنټو کښې د صوبې مختلفو علاقو کښې نور يوولس کسان پحق رسيدلي او اته ژوبل شويدي ۔
تير شواروز دوران پحق رسيدلې کسانو کښې دوه نارينه،څلور زنانه او پنځه ماشومان شامل دي ۔
پي ډي ايم اے ترمخه دې دوران شپاړس کورونو ته نقصان هم رسيدلې دې
پي ډې ايم اے مطابق يکم جولائي نه صوبه کښې تردې دمه د بارانونو دوران مختلفو پيښو کښې دري پنځوس کسانو مړۀ او نهه اتيا ژوبل شويدي
پحق رسيدلي کسانو کښې نورلس نارينه،دولس زنانه، او دوه ويشت ماشومان شامل دي ۔
پي ډي ايم اے وئيلي چې د پشکال بارانونو دوران دغه مختلفې پيښې چترال،بره او کوز دير، ملاکنډ، جنوبي وزيرستان،ټانک ،کرک،او چارسده کښې رامخې ته شويدي ۔
رپورټ کښې مخکښې وئيلي شوي چې تير بارانونو او نقصاناتو لوجې محکمه ريليف په چترال کښې هنګامي حالت هم نافذ کړيدې ۔
رپورټ ترمخه د پي ډې ايم اے او ضلعي انتظاميو لخوا د بارانونو نه متاثره ژوي علاقو کښې امدادي هلې ځلې جاري دي ۔