د پیښور د رحمن بابا په ګریډ سټیشن کښی د دوه دیرش خراب فیډرو مرمت کیدو باوجود د لوډشیډنګ،ټریپنګ او کم ولټیج سلسله بند نه شوه،نیم ښار په تیارو کښی د ډوبیدو سره سره د کم ولټیج له وجی د عام خلکو د کروړونو روپی برقی آلات سوزیدلی.
پیښور کښی د خلکو له طرفه په رحمن بابا ګریډ سټیشن د حملی نه پس دوه دیرش فیډرز خراب شوی وو د پیسکو ذرائع وائی چی د ټولو فیډرو دوباره مرمت کړی شوی او فعال شویدی،ولی بلخوا د سر ښار په اکثره علاقو کښی د بجلی لوډشیډنګ ښه په درز کښی روان دی،د نیم نه سیوا ښار په تیارو کښی ډوب دی،د لوډشیډنګ سره سره د کم ولټیج او د بار بار ټریپ کیدو مسله هم مخی ته راغلی،د کم ولټیج له وجی د صارفینو د کروړونو روپی برقی الات سوزیدلی چی پکښی فریجونه،ائرکنډیشنرز،پکی او نور برقی الات شامل دی،د ځائی خلکو وینا ده چی کله نه د خیبرپختونخوا وزیراعلی د لوډشیډنګ نوټس اخیستی نو په بجلی داسی تندر راپریوتی چی هغه شته بجلی هم ورکه شوی