د خیبر پښتونخوا د صحت وزیر سید قاسم علي شاه په یوویډیو بیان کښې د خپلې استعفیٰ خبرونه رد کړي او دې لړ کښې ئې په سوشل ميډيا خپور شوي خبرو دروغ ګرځولي دي ۔
قاسم علي شاه اوويل په صحت محکمه کښې هيڅ مداخلت نۀ کيږې، د وزيراعلیٰ خلاف عدم اعتماد په خبرونو کښې هيڅ حقيقت نشته ۔
د خيبر پښتونخوا د صحت وزير قاسم علي شاه اووئيل چې بد اعتمادۍ په خبرونو کښې هيڅ حقيقت نشته،مونږ د خېبرپښتونخوا په وزيراعلیٰ پوره باور لري ۔
هغوي اووئيل چې د صحت په محکمه كښې هيڅ لاس وهنه نه کيږي، وزيراعلیٰ تل مونږ سره هر ملاتړ کړېدې ۔
هغه اووئيل چې وزيراعلیٰ د پارټۍ باني چيئرمين منتخب کړې ،بائد مونږ ټول ئې ملاتړ اوکړو ۔
قاسم علي شاه اووئيل چې هغه کسان چې په صوبه کښې د فساد خبرې کوي،دوي مونږ کمزوري کول غواړي ۔