لاهور: سرچينو ترمخه پنجاب کښې د سموګ خراب صورت حال لوجې پنجاب حکومت مصنوعي باران تجربه پنډۍ کښې کولو فيصله کړېده، د وريځو ممکنه موجودګۍ کښې مصنوعي باران فيصله شوېده ۔
د پنجاب حکومت دغه فيصلې وروستو ماحوليات محکمې پشمول متعلقه ادارے پنډۍ ته رسېدلي او منصوبه عملي کولو لپاره کار شروع کړيدې ۔
د پنجاب سر ښار لاهور پشمول اتلس ضلعو کښې د سموګ لوجې صورتحال ډير خراب دې او لاهور د نړۍ آلوده ترين ښارونو کښې په اول نمبر دې ۔
سموګ لوجې موټروے هم ځائې په ځائې بنده کړې شوې، اوس پنډې او اسلام آباد کښې هم لړه او سموګ کښې اضافه کيږي ۔
پنجاب کښې زيات سموګ لوجې متاثره اتلس ضلعو کښې سکولونو ته لس ورځې چهټي ورکړې شوې، او يو شمير پروازونه هم منسوخ کړې شوي او يا د ملک نورو برخو ته ډائيورټ کړې شويدي ۔