دشمالي وزيرستان په سياحتي مقام رزمک کښي پښتون تحفظ موومنټ په وړمبي ځل يوه لويه جلسه کړي ،جلسي ته دپي ټي آيم مشر منظورپشتون، پخواني ايم اين اے علي وزير پشمول يوشمير مشرانو وينا ګاني کړي،جلسه کښي د پي ټي ايم په لکهونو کارکنانو شرکت کړي.
رزمک کښي په وړمبي ځل يوه لوئي عوامي اجتماع ته خطاب کښي دپښتون تحفظ موومنټ مشر منظور پشتون اوئيل چي قبائيلي اضلاع يو واري بيا د ميدان جنګ جوړولو کوشش روان دے
منظور پشتون اوئيل چي د اولس د جان اومال تحفظ د رياست زمه واري ده ولي وزيرستان کښي روزانه دوه دري مقامي کسان ټارګټ کلنګ کښي شهيدان کولي شي
په دي موقع جلسي ته خپل خطاب کښي دقومي اسمبلۍ پخوانې غړي علي وزير اوئيل که چري رياست په سنجيدګۍ سره په خپلو پاليسيانو غور نه کوي زمه وار به هم رياست وي
دپي ټي مشرانو وينا وه چه مونږ به قبائيلي اضلاع يو واري بيا د جنګ ميدان جوړيدو اجازت ورنکړو ولي چي د ډالرو جنګ کښي د پښتنو وينه د خاشاک په توګه کارولي کيږي