اسلام آباد کښې غير ملکي سفيرانو سره د خبرو په وخت نائب وزيراعظم اسحاق ډار وئيلي دي چې په څليريشتم نومبر د پاکستان په اهمه دوره بهر ملکي وفد راغلې وو او په داسې حال کښې يو سياسي ګوند د احتجاج اعلان کړې وو ۔
اسحاق ډار زياته کړې چې په تير وخت کښې هم دغې ګوند له اړخه ټاکنو کښې د دهاندلۍ په تور احتجاج شوې خو اليکشن کميشن دغه ټولې دعوې دروغ ګرځولې دي ۔
اسحاق ډار وئيلي دي چې اسلام آباد کښې د ريډ زون سيکيورټې د وفاقي حکومت اولني ترجيحاتو کښې شامل دي ،تحريک انصاف ته د ريډ زون په ځائې بل ځائې کښې د احتجاج لپاره وئيلي شوي وو ۔
اسحاق ډار دا هم وئيلي چې د وفاق خلاف حتجاج دوران د صوبائي حکومت لخوا د وسائلو بے دريغه استعمال شوې دې، احتجاج دوران صوبائي حکومت وسله او شيل هم استمعال کړي او باوجود د هغې غلط بياني هم کوي ۔
هغه وئيلي چې د غير ملکي وفد او سفيرانو سيکيورټې د حکومت فرض دي ،ريډ زون کښې د قانون سازۍ په ذريعه احتجاج کول ممنوع ګرځولي شوي دي ،د دې سيکيورټۍ په اړه خصوصي قوانين نافذ کړې شوي دي ۔
نائب وزيراعظم اووئيل چې د پي ټي آئي تاريخ دې چې يو احتجاج يو ريلي ئې هم نۀ چرته د قانون مطابق کړې او نۀ ئې پرامن طريقې سره کړيده ۔