د اسلام آباد ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج ابوالحسنات ذوالقرنين د ډي چوک احتجاج دوران نيولي شوي ملزمانو خلاف کيس سماعت کړېدې ۔
تيره شپه د دوه ديرش ملزمانو شناخت پريډ شوې وو، چې پکښې دوي د دغه ملزمانو شناخت او نۀ شو او عدالت هغوي د ډي چوک احتجاج کيس نه ډسچارج کړي، جج ابوالحسنات وئيلي که پوليس دوباره دوي ګرفتار کړل ،نو بيا به پوليس ته هتکړۍ اچولې شي ۔
د ملزمانو وکيل د سماعت دوران عدالت ته وئيلي چي پوليس د تعداد پورا کولو لپاره مزدوران د کورنو نه نيولي دي ۔
بلخوا عدالت د ډي چوک پي ټي آۍي احتجاج دوران ګرفتار شوي اته کم عمره ماشومانو ضمانت هم منظور کړېدې ۔
دغه ماشومانو کښې د دوؤ تعلق پنډۍ، درې افغانستان، يو باجوړ، يو مردان او د يو ماشوم تعلق کهوټه سي ښودلې شويدې ۔