د ضلع شانګلي تحريک انصاف مشرانو او تحصيل چيئرمين الپورئي وقار احمد خان وئيلي چي د ملک نورو برخو په شان په ضلع شانګله کښي هم حلقه بنديانو کي زياتې شوے.
د ملک نورو برخو په شان په ضلع شانګله کښي د صوبائي حلقے زياتيدو سره سياسي پارټيانو د غم او غصے اظهار کړے، چي په تحصيلونو يونين کونسلو کښي بدلون سره حلقے ګډې وډي شوي، په دي حقله د تحريک انصاف د ضلعي مشرانو وئيلي چي امير مقام سياسي اثر رسوخ استعمال کړے ، او ځيني يونين کونسلے ئې په يو حلقه کښې او ځيني ئې په بله حلقه کښې شامل کړيدې ، هغه زياته کړې چې چکيسر ئي په دريو حلقو کښي شامل کړے، وقار احمد خان په ټولو سياسي پارټو غږ کړے چي په دي حلقو باندي خپل اعترازات په اليکشن کميشن کښي جمع کړي،، وائي چې چي کله هم د تحريک انصاف ميټينګ يا جلسه وي،نو دوئې په په علاقه کښې دفعه يو سل څلور څلويښت اولګوي.