پي ټي آئي خپل انټرپارټي اليکشن ملتوي کولو اعلان کړي، عام انتخاباتو کښي پارټي مشرانو د مصروفياتو لکبله په پنځمي فروري کيدونکي انټراپارټي انتخابات ملتوي کړي شوېدے،تير ورځ پي ټي آئي اليکشن کمشنر روف حسن لخوا انټراپارټي انتخاباتو شيډول جاري کړي شوې وو.
پاکستان تحريک انصاف انټراپارټي يو ځل بيا ځنډښکار شوې،انټراپارټي شيډول جاري کيدو نه يو ورځ پس اليکشن موخر کولو فيصله کړېده، ذرائع ترمخه پارټي قيادت د چيف ارګنائزر سره رابطه کړي او انټرپارټي اليکشن موخر کولو خواست کړې وو،
پارټي ممبرانو د عام انتخاباتو کښې مصروفياتو لکبله انټرا پارټي اليکشن موخر کړيدے پارټي ذرائع ترمخه آتمۍ فروري نه روستو به انټراپارټي انتخاباتو لپاره نوي شيډول جارې کولي شې ياده دوائي چې تير ورځ پي ټي آئي په پنځمه فروري د انټراپارټي انتخاباتو اعلان کړي وو، اليکشن کميشنر روف حسن لخوا انټراپارټي انتخاباتو باضابط شيډول جارې کړې وو