اسلام آباد (خېبرنيوز) دسرچينو ترمخه په ډي چوک کښې د پاکستان تحريک انصاف احتجاج د قيادت له اعلان بغير ختم شوې چې وروستو د پي ټي آئي کارکنان ډي چوک او بليو ايريا نه د مايوسۍ په حالت کېښ منتشر شويدي ۔
سرچينې وائي چې د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور د اسلام آباد نه پيښور ته د تللو وروستو د پي ټي آئي مشرانو لخوا نه هم کارکنانو ته د احتجاج جاري ساتلو يا ختمولو په اړه هيڅ حکمت عملي نۀ ده ورکړې شوې ۔
د پي ټي آئي مظاهرچيانو خوا ته د پي ټي آئي قيادت کښې هيڅوک هم نۀ دي ورغلي چې لوجې ئې هغوي په خپله خپل احتجاج ختم کړې او ډي چوک نه ئې واپسي کړېده ۔
سرچينې وائي چې دتحريک انصاف قيادت اعظم سواتي ته هدايت کړې وو چې د علي امين ګنډاپور څخه وروستو په ډي چوک کښې دپلان بي مطابق د احتجاج مشري اوکړي خو د اعظم سواتي پشمول مرکزي قيادت کارکنان د مزيد احتجاج جاري ساتول يا ختمولو څخه نۀ دي خبر کړي ۔
سرچينې وائي چې د پي ټي آئي کارکنانو د شپې تر ناوخته پورې انتظار اوکړو چې د پارټۍ قيادت راشي او عمل پلان ورکړي خو کله چې د پارټۍ قيادت راورسيدو او يا ورته هدايات ورنکړل شول نو کارکنانو د مزاحمت نه پس ډي چوک او بليو ايريا په خپله پريښودې دي ۔
سرچينې دا هم وويل چې د ګوند د مشرتابه له پرېښودو وروسته د اسلام اباد پوليسو له خوا کلابنده شوې او د ډي چوک له شاوخوا څخه د پي ټي ايي سلګونه کارکنان نيول شوي دي.
ذرائعو مطابق پي ټي آئي کارکنان د تيز باران او پوليسو ګرفتارو دوران د قيادت د خبر اخستو نه ډير مايوسه شوي وو۔