د اسلام آباد پوليسو د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين بيرسټر ګوهر خان ،د پارټي ايم اين اے شېر افضل مروت د پارليمنټ هاؤس نه بهر ګرفتار کړېدي ۔ د پي ټي آئي اسلام آباد مشر شعيب شاهين ايډووکيټ هم نيولې شويدې ۔
ذرائعو مطابق اسلام آباد پوليسو د پارليمنټ هاؤس مخې ته کريک ډاؤن کړې ، دې دوران پي ټي آئي رهنما زرتاج ګل او د پپارټۍ نور يو شمير نور مشران د پوليس نه تېښته کښې کامياب شويدي ۔
اسلام آباد پوليس وئيلي چې ګرفتارۍ نه پس بيرسټر ګوهر خان او شير افضل مروت سيکرټريټ تهانړې ته منتقل کړې شويدې ۔
د قومي اسمبلۍ غونډه ختميدو وروستو د پوليس په ګنړ شمير کښې په پوره تيارۍ سره د پارليمنټ هاؤس بهر ته رسيدلې وو ۔
چې کله د تحريک انصاف مشران بهر راووتل نو پوليسو فوري کريک ډاؤن شروعر کړو او دې دوران صرف شير افضل مروت اونيولو شو ۔
ذرائعو وئيلي د شير افضل مروت ګرفتاري د نوې پاس شوې قانون لاندې شوې ده ۔
دغه نوې قانون لاندې به سنګجاني جلسه کښې د امن عامه خلاف ورزۍ باندې د پي ټي آۍي نور مشران هم نيولې شي ۔
سرچينې وائي چې د نوې قانون له مخې دپي ټي آئي د پنجاب مشران هم نيولې شي ۔