د پاکستان سُپر ليګ خوندور او سنسني خيز ميچونه کراچۍ کښې جاري، د ايونټ اتلسم ميچ کښې کوئټه ګليډي ايټرز په يو شپيتۀ رنز راولپنډيز ته شکست ورکړې، د کوئټه د يو سل درې اتيا رنز هدف تعاقب کښې د راولپنډيز ټول ټيم اتلسم اوور کښې يوسل يويشت رنز باندې آؤټ شوې او جاري ايونټ کښې ئې مسلسل پنځم ميچ بيللې دې ۔
د کراچۍ سټيډيم کښې لوبيدلې د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن په اتلسم ميچ کښې د راولپنډيز کپتان محمد رضوان ټاس ګټلو نه پس پخپله اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
کوئټه ګليډي ايټرز مقرره اوورز کښې شپږ وکټو په زيان يو سل دوه اتيا رنز جوړ کړي وو، چې پکښې ټولو نه زيات ريلي روسو دري پنځوس او کپتان سعود شکيل دوه څلويښت رنز جوړولو نه پس آؤټ شوي وو ۔
راولپنډيز طرف نه بين سيرز درې او محمد عامر دوه وکټې په خپل نوم کړې وې، د مقرره هدف په تعاقب کښې د راولپنډيز ټول ټيم صرف يو سل يويشت رنز باندې آؤټ شوې او په يو شپيتۀ رنز ئې ميچ بيللې دې ۔
راولپنډيز طرف نه سعد مسوعد ټولو نه زيات يو ديرش او ډيرل مچل ديرش رنز جوړ کړي وو، د کوئټه لخوا جهانداد خان، عثمان طارق او سعود شکيل دوه، دوه وکټې اخستې وې ۔
ميچ کښې ناکامۍ سره جاري ايونټ کښې راولپنډيز مسلسل پنځم ميچ هم بيللې، شاندار بېټنګ باندې ريلي روسو د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

