په بنو کښي د زياتيدونکي ترهه ګرۍ په ضد نن د جمعې په ورځ د تاجرانو په بلنه يو احتجاجي مظاهره شوي ده چي پکښي په زرګونو خلق ګډون کوي۔ دا احتجاج په دې ورستیو ورځو کې په بنو کې د ترهګرۍ د زیاتیدونکو پیښو له امله اعلان شوی. دوه ورځې وړاندې په بنو کېنټ کې ترهګریز برید او بیا د ډېره اسماعیل خان په نوښار کې پر روغتیايي مرکز برید هغه وروستۍ پېښې وې چې وروسته یې د سولې مارچ پرېکړه کړې وه.
د مارچ په میاشت کې، حکومت څخه غوښتنه کیږي چې د خلکو د ژوند او مال او عزت ساتنه وکړي. د بنو او شاوخوا سیمو خلک د کاروانونو په شکل د سولې مارچ کې ګډون کوي.
د راپورونو له مخې دغه سوله ييز لاريون د بنو له پرټي ګېټ چوک څخه پيل شوى او د نورو سيمو خلک هم په کاروان کې ګډون کوي. د امن په مظاهره کښې د ګډون لپاره د شمالی وزیرستان لکی مروت، کرک او بنو نه هم خلقو ته رسیدلی دی. په بنو کې طبي چارواکي وايي، د ناکراریو پر ضد د ښاریانو د احتجاجي لاریون په ترڅ کې په ډزو او ګڼه ګوڼه کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د بدامنۍ او ترهه ګرۍ له وجې د جولائي په 19مه نيټه د مقامي مشرانو لخوا د امن مارچ بلنه ورکړې شوې وه چې پکښې ټولو سياسي مشرانو، سماجي شخصيتونو او تاجرانو ته د ګډون بلنه ورکړې شوې وه ولې په بنو کښې د زيارت په شپه د جوماتونو نه د احتجاج اعلانونه شوي وو۔ دغه راز امامانو له خلکو وغوښتل چې سپین بیرغونه ولري.