د کرمې ضلعی بګن، مندوري، چارخېل او چپري سيمو کې د ممکنه عملياتو پر ضد د صدې ښار معاويه چوک کې احتجاجي مظاهره وشوه. مظاهره چيانو د “يکطرفه عمليات نامنظور” نعرې وهلې او د حکومت څخه یې غوښتنه کوله چې د دوی په ځای دې هغه کسان ونيول شي، چا چې د بګن بازار ته اور واچاوه او لوټمار يې وکړه.
د احتجاجي مظاهرې ويناوالو وويل چې دوی به هېڅ صورت کې دغه عمليات ونه مني او که حکومت عمليات ترسره کول غواړي، نو لومړی دې هغه عناصر ونيول شي چې د کرم امن ته يې زيان رسولی.
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې د کرم په يادو سيمو کې حالات خراب شوي، او ځايي خلک د امنيت د ټينګښت پر ځای د عملياتو له ګواښ سره مخ دي، چې د دوی په وينا، دا به سيمه نوره هم زيانمنه کړي. مظاهره چيانو له حکومته وغوښتل چې د يکطرفه پرېکړو پر ځای د متاثره خلکو غږ واوري او د انصاف پر بنياد اقدامات وکړي.