تيره ورځ بنو کښې اوولسي پاڅون باندې د ډزو د پيښې نه پس امن جرګے خاص د پوليس لائن چوک مخې ته د دهرنے کال ورکړے وو،چې ورستو ئې خلک هم په دغه چوک کښې د دهرنے لپاره راغونډيدل شورو شول،اوس دغې دهرنے ته وخت په وخت د امن جرګے مشران وينا ګاني کوي،مشرانو وئيلي چې تيره ورځ زمونږ په بے ګناه ماشومانو باندې ډزي شوي او په شهادت رسولے شوي،مونږ ئې په سختو ټکو کښې غندنه کوؤ،خو رياست دې واوري چې مونږ تيره ورځ هم د امن لپاره راوتي وو او نن هم راوتي يوو،تر څو چې د بنو په ښاوره مونږ ته د امن باور نه وي راکړے شوے او تر څو چې دلته د وسله والو دفترونه نه وي ختم کړے شوي،په کورونو کښې نه کښينو
مشرانو وئيلي چې مونږ خو د بدامنۍ خلاف راوتي يوو،ولې نه پوهيږو چې ادارے ولې زمونږ په راوتو خفه کيږي،زمونږ غوښتنه دا ده چې د بنو په بازار کښې د وسله والو دفترونه ولې کهولاؤ پراتۀ دي،ولې ورته امنيتي ادارے څۀ نه وائي،ولې دغه وسله وال سره د درنو وسلو په ګاډو کښې ګرځي راګرځي،زمونږ په دے سوالونو باندې پته نشته چې ولې ادارو ته تکليف رسي
د خيبر نيوز نمائنده مطابق بنو کښې نن په دوئمه ورځ هم موبائل سروس،انټرنيټ او پي ټي سي ايل
پشمول هر قسمه مواصلاتي نظام بند کړے شويدے