بنو کښې رامخې ته شوي د تيرې ورځې پيښې خلاف د پښتونخوا په مختلفو ځايونو کښې امن پاڅون شوي چې پکښې د بنو د پيښې مذمتونه شوي
د ضلعے شانګلے په پورن ښار کښې د امن پاڅون پلؤيان په سړکونو راوتي وو او د امن لپاره ئې نعره بازۍ کولے،مظاهره چيانو د امن بنيري پورته کړي وے، او د اپريشن نه منو چيغي يې وهلے
د ضلع مومند په ګنداؤ ميا منډۍ بازار کښې مظاهره شوي،دے مظاهره کښې مقررينو د بنو د واقعے د عدالتي تحقيقاتو غوښتنه کړي،مظاهره چيانو دا پوښتنه هم کړې ،چې په پرامنه مظاهرينو باندې نيغ په نيغه ډزې د کوم قانون لاندې شويدي؟
دغۀ رنګې چمن کښې هم د باچا خان مرکز مخې ته مظاهره شوي او د بنو د پيښې پکښې په سختو ټکو مذمت شوے