ټول سرکاري او نيم سرکاري ادارو ته د مفت بجلۍ سهولت ختمولو تجويز ورکړے شوې، دغه شان بيورو کريټس، ججانواو پارلمنټرين ته هم د مفت بجلۍ سهولت ختمولو تجويز زير غور دے، په دويمه مرحله کښې به د مفت پيټرول سهولت ختمولو باندي غور کولے شي، د اوګرا او نيپرا کارکردګۍ کتلو هم فيصله شويده
د انرجي ډويژن سرچيني وائي چي وزارت انرجي کښې په ايمرجنسي پلان کار شروع کولو فيصله شويده، وړومبۍ مرحله کښې د ټول سرکاري او نيم سرکاري ادارو ،او د بيورو کريټس، ججانو، پارلمنټرين پشمول ټولو ته د مفت بجلۍ سهولت ختمولو تجويز باندي غور روان دے،
دغه شان په دويمه مرحله کښې به د مفت پيټرولو سهولت واپس اخستو باندي غور کولے شي، صرف انډسټري او کاروبار ته به جائز اسانتياګاني ورکولے شي،
سرچيني وائي چي فيکټريانو کښې ايم ډي آئي چارجز کمولو تجويز هم زير غور دے، د اوګرا او نيپرا کارکردګۍ به هم کتلے شي