افغان حکومت او امريکې ترمينځ د قيديانو رهائۍ تبادله شوې،طالبانو د خان محمد نومي تن رهائۍ په بدل کښې کابل کښې نيولي شوي دوه امريکنيان خوشي کړيدي .
افغان خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه امريکني چارواکو سره اوږدې مودي راهسې جاري مذاکراتوپه نتيجه کښې د امريکې کيلفورنيا جيل کښې د عمرقيد سزا يافته افغان وګړې خان محمد رها شوېدے،د دې په جواب کښې امريکني وګړي خوشي کړي شويدي ۔
خارجه وزارت دواړو ملکونو ترمينځ د قيديانو د تبادلې هرکلې کړے او دې سلسله کښې کردار ادا کولو باندې ئې د قطر او متحده عرب امارات د حکومتونو شکريه ادا کړېده ۔
امريکني خبري ادارو ترمخه افغان قيدي رهائي په بدل کښې طالبانو ريان کوربيت او ويليم مک نوي امريکنيان خوشي کړيدي او دوه امريکني وګړي اوس هم طالبانو سره قيد دي ۔