اسلام آباد کښې د وزيراعظم شهبازشريف لخوا د شنګهائي تعاون تنظيم سر مشريزه غونډه کښې شرکت لپاره پاکستان ته راغلي د غير ملکي سربراهان په درناوي کښې د ماسخوتن د ډوډۍ اهتمام کړې وو۔
دغه دستوره کښې د چين وزيراعظم لي چيانګ، د بهارت خارجه وزير جے شنکر او د نور رکن ملکونو سربراهان شريک شويدي ۔
وزيراعظم شهبازشريف پخپله ټولو سربراهان او مشرانو ته هرکلې وئيلې او جوړ په خير ئې هم ورسره کړېدي ۔
د شنګهائي تعاؤن تنظيم سرمشريزه غونډه کښې چين او بهارت سره سره د روس، بيلا روس، قازقستان،ازبکستان،کرغزستان، ايران وزرائے اعظم اور نور وزيران او مشران شريک دي ۔
د منګوليا وزيراعظم د تنظيم د مبصر په توګه او د ترکمانستان د وزيرانو د کابينې نائب چيئرمين او وزير خارجه د خصوصي ميلمه په توګه شرکت کوي ۔
د شنګهائي تعاؤن تنظيم اجلاس کښې به د رکن ملکونو سربراهان او مشران معيشت،تجارت، ماحوليات،کلتور، سماجي رابطو او نورو اهمو چارو باندې غور کوي ۔
وزيراعظم شهبازشريف به دغه سربراهان مملکت سره ملاقاتونه هم کوي چې پکښې د پاکستان او دغه ملکونو ترمينځ مختلفو مهمو چارو او دوه اړخيرهز معاملو باندې د خيالاتو بدلون کيږي ۔
د سرمشريزې غونډې لپاره جاري شوې شيډول مطابق د شورو په ورځ به د تنظيم ټول مشران دې غونډۀ کښې شريک کيږې او وزيراعظم شهبازشريف به ئې پخپله هرکلې کوي ۔