اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف اسلام آباد کښې د عالمي بينک کنټري پارټنر شپ فريم ورک افتتاح کړېده، په دې موقع دستورې ته خپله وينا کښې وزيراعظم وئيلي چې ورلډ بينک به راتلونکي لس کالو دوران پاکستان کښې د شل ارب ډالر سرمايه کاري کوي ۔
وزيراعظم اووئيل چې عالمي بينک هر وخت پاکستان سره مرستې کړيدي،مونږ د ورلډ بينک د صدر ډير مشکور يو، وزيراعظم دا هم وئيلي چې دغه سرمايه کاري به تعليم پشمول د سيلاب تباه کارو او نور شعبو کښې استعماليږي ۔
د وزيراعظم شهبازشريف وينا وه چې زمونږ ډريم ټيم ورلډ بينک سره په شريکه د شراکے دارۍ فريم ورک جوړ کړي او نن يو تاريخي ورځ ده، عالمي بينک په هره شعبه کښې پاکستان سره مرستې کړې، او مونږ د ورلډ بينک د صدر مشکور يو ۔
شهبازشريف اووئيل چې ورلډ بينک سره به شرات دارۍ فريم ورک لس کالو باندې مشتل وي، او دې دوران په شپږ اهم شعبو توجه ورکولو کوشش شويدې، د شراکےت دارۍ دې فريم ورک سره به آئي ټي شعبه هم ترقي کوي ۔
وزيراعظم اووئيل چې دې پروګرام لاندې به لس کالو کښې پاکستان کښې د شل ارب ډالر سرمايه کاري کيږي، او دغه سرمايه به د تعليم او صحت شعبو سره سره د موسمياتي تبديلو په نتيجه کښې د کال دوه زره دوه ويشتم تباه کن سيلاب نه متاثره سيمو کښې د بحالۍ کار هم شامل دې ۔
وزيراعظم طمع څرګند کړې چې کوم محنت سره دا پروګرام جوړ کړې شوې ، دغه محنت او جذبے سره به مونږ په دې عمل درآمد لپاره عمل پيرا يو نو يقيناََ چې کاميابي به ميلاويږي او وطن عزيز بل ضرور مزيد ترقي هم کوي ۔