اسلام آباد: وزيراعظم شهباز شريف د سماجي رابطې په ويب پاڼه خپل بيان کښې د امريکې نوې منتخب صدر ډونلډ ټرمپ ته دوباره انتخاباتو کاميابۍ باندې اومبارکي ورکړې ده ۔
وزيراعظم وئيلي دي چې ډونلډ ټرمپ په انتخاباتو کښې تاريخي کاميابي ترلاسه کړې او په دوئم ځل صدر منتخب شوې دې ۔
خپل بيان کېښ وزيراعظم دا هم وئيلي چې د امريکې نوې انتظاميې سره به نور هم دپاکستان او امريکې اړيکې مظبوطې شي او مونږ نوې امريکائي انتظاميي سره په شريکه کار کول غواړو ۔
بلخوا د پيپلز پارټۍ چيئرمين بلاول بهتو زرعداري هم د امريکې په دوئم ځل صدر منتخب کيدو باندې ډونلډ ټرمپ ته اومبارکي ورکړې ده ۔
بلاول بهټو وئيلي چې ډونلډ ټرمپ ته جنګ مخالف کاميابي ميلاؤ شوې او دا د جنګ خلاف مينډيټ دې ،طمع ده چې د امريکې نوې انتظاميه به امن و امان بحالۍ ته ترجيح ورکوي ۔
دې تر څنګ نړيوال يو شمير مشرانو هم کاميابۍ باندې ډونلډ ټرمپ ته اومبارکيانې ورکړې او هغه لپاره د نيک خيالاتو څرګندونې کړېدي ۔