رياض : وزير اعظم شهبازشريف رياض کښې د ون واټر اجلاس په موقع سائيډ لائن ملاقاتونه کړېدي ، سعودي ولي عهد محمد بن سلمان سره ملاقات کښې پاک سعوديه اقتصادي ،تجارتي او سرمايه کارۍ اړيکې نوري زياتولو باندې اتفاق شويدې ۔
وزير اعظم په دې موقع سعودي ولي عهد ته زر تر زره د پاکستان د دورې بلنه ورکړې ، شهزاده محمد بن سلمان دعوت قبول کړے او زياته کړې ئې ده چې د پاکستان دورې ته سترګي په لار يم ۔
سعودي ولي عهد تيرو شپږو مياشتو دوران په پينځم ځل د پاکستاني وزير اعظم سره په ملاقات د خوشحالۍ څرګندونه کړې ، محمد بن سلمان وئيلي دي چې دا دحقيقي محبت او دوه اړه خيزه احترام ثبوت دے کوم چې د دواړو هيوادونو اولس يوبل ته رانيزدې کوي ۔
ملاقات دوران په اقتصادي ، تجارتي او سرمايه کاري اړيکو نورو زياتولو اتفاق شوے ، سعودي ولي عهد زور راوړے چې دواړو ملکونو ښه تعلقات د پاکستان معاشي پر مختګ او خوشحالۍ لپاره مهم کردار ادا کوي ۔
د ملاقات په وخت دواړو مشرانو پاکستان کښي سرمايه کارۍ په حقله د سعودي په مفاهمتي يادداشتونو او معاهدو عمل درآمد باندې د اطمينان اظهار کړيدې ۔
بلخوا وزير اعظم شهباز شريف رياض کښې د فرانس صدر ايمانوئل ميکرون سره هم ليدۀ کاتۀ کړي ، وزير اعظم په موسمياتي تبديلۍ او ترقياتي چارو کښې د فرانس قائدانه کردار ستائيلې ، دواړو مشرانو زراعت ، لائيو سټاک او آئي ټي شعبو کښې په همکارۍ هم اتفاق کړېدې ۔