وزير اعظم شهباز شريف اسلام آباد کښې د پاکستان آسان خدمت مرکز باضابطه پرانسته کړې ، په دې موقع وزيراعظم وئيلي چې پاکستان آسان سينټر قيام مقصد اولس ته د يو چهت لاندي د اسلام آباد خلقو ته ټول سهوليات ورکول دي ۔
اسلام آباد کښې د پاکستان آسان خدمت مرکز پرانستې په موقع دستورې ته وينا کښې وزير اعظم شهباز شريف د پاکستان آسان خدمت سينټر لپاره د آذربائيجان د مرستو ستائنه کړې ،او وئيلي دي چې جديد ټيکنالوجي د آذر بائيجان لخوا د پاکستان لپاره لويه تخفه ده ۔
وزير اعظم اووئيل چې دې مرکز کښې به د اسلام آباد خلقو ته د يو چهت لاندې ټول سهولتونه ميلاويږي ،دې مرکز لپاره ماسټر ټرينرز د آذر بائيجان نه تربيت ترلاسه کړېدې ۔
وزيراعظم اووئيل چې ماسټر ټرينرز دې د خدماتو فراهمۍ کښې د اخلاق، احترام او جذبې سره خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي، دې مرکز کښې نادرا، ايکسائز اينډ ټيکسيشن ،سي ډي اے، سوئي ګيس او نورې محکمو متعلق خدمات فراهم کولې شي ۔
په دې موقع وزيراعظم شهبازشريف اعلان کړې چې مستقبل کښې به کشمير او ګلګت بلتستان کښې هم پاکستان آسان خدمت سينټرز قائمولې شي ، وزير اعظم د مرکز افتتاح په موقع د پاکستان آسان خدمت سينټر مختلف برخو دوره هم کړې ۔

