اسلام آباد: خپل يو بيان کښې وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې دوه زره اتلسم نه پس نن په اول ځل پرائس انډيکس کم ترين سطح باندې ريکارډ شويدې ۔
وزيراعظم شهبازشريف ګراني نوره راکميدو باندې ټول قام ته اومبارکي ورکړې او وئيلي چې حکومتي کوششونو سره د ګرانۍ شرح درې اعشاريه پنځه اووه فيصد ته راکمه شويده ۔
وزيراعظم دا هم وئيلي چې مونږ د اولس مشکلات کمولو لپاره د شپې ورځې محنت کولو وعده کړې وه، او نن دغه وعده هم پورا شويده ،اوس ټول ملک کښې د ګرانۍ شرح د تير شپږ کالو کم ترين سطح ته راغلې ده ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې ملک د معاشي استحکام نه پس دا مهال د ترقۍ په لور تيزې سره روان دې ۔
وزيراعظم خپل بيان کښې مخکښې وئيلي چې د پاکستان ترقۍ لپاره به زمونږ کوششونه نۀ ضائع کيږي، ملکي ترقۍ کښې متعلقه سټيک هولډرز خپل مثبت کردار ادا کوي ۔