نهمې مئي کيس کښې د پي ټي آئي خېبرپښتونخوا مشرانو خلاف هم شواهد مخې ته راغلي دي، ریډیو پاکستان حمله کیس کښې د وزیراعلیٰ سهیل آفریدي پشمول د پی ټي آئي يو شمېر مشرانو متعلق فرانزک لیبارټری رپورټ عدالت ته وړاندے کړے شوې دې،فرانزک رپورټ مطابق وزیراعلیٰ سهیل آفریدي د نهمې مئي دوران د پي ټي آئي احتجاج کښې موجودګي او جلاؤ ګھیراؤ واقعاتو کښې د ککړ کيدو تصديق شويدې ۔
د عدالتی حکم لاندې د نهمې مئي پر تشدد پيښو متعلق ويډيوز فرانزک تصدیق مکمل کيدو نه پس د وزیراعلیٰ محمد سهیل آفریدی پشمول د تيمور سليم جهګړا،کامران بنګش،عرفان سليم په احتجاج کښې موجودګۍ او جلاؤ ګھیراؤ واقعاتو کښې د ککړ کيدو تصديق شويدې ۔
رپورټ کښې د پيښور پولیس لخوا ورکړې شوو ویډیوز کښې د وزیراعلیٰ سهيل آفريدي واضحه شناخت مخې ته د راتلو دعویٰ شويده ۔
د قانونی ماھرینو وینا دہ که عدالت د رپورټ په بنیاد فیصله ورکړه نو د وزیراعلیٰ د نااهلۍ امکان زياتېديشي، د کوم سره چې به خېبر پښتونخوا صوبه د يو نوې سیاسی بحران سره مخ شي ۔

