د کرمې ضلعی ډپټي کمشنر ويلي چې په ضلع کرم کې به په څلورو ځايونو عمليات ترسره کېږي، او د دغو عملياتو لپاره تياري روانه ده. د ده په وينا، د کرم له خاورې به د ترهګرو بشپړ صفايی وشي، ترڅو په سيمه کې دايمي امنيت ټينګ شي.
د عملياتو له امله د ځينو خلکو د بېځايه کېدو امکان دی، او چارواکو ويلي چې بېځايه کېدونکي کسان به په ټل او هنګو سيمو کې ځای په ځای کړل شي.
چارواکي وايي چې دا عمليات د سيمې د امنيت لپاره ضروري دي، خو ځايي خلک د دې عملياتو پر ضد مظاهرې کوي او د يکطرفه اقداماتو د بندېدو غوښتنه کوي.