پيښور پريس کلب کښې خبري غونډې ته د وينا پرمهال د پاکستان پیپلز پارټۍ صوبائي صدر سید محمد علي شاه باچه اووئيل چې خېبر پښتونخوا کښې د امن و امان صورتحال ډیر خراب شوېدې ۔
د پيپلز پارټۍ خېبرپښتونخوا صدر اووئيل چې سوات کښې د بهر ملکي سفارتکارانو په قافله حمله او د صوبائی حکومت بے خبری د تشویش وړ خبره ده ۔
سید محمد علی شاه باچه مخکښې اووئيل چې صوبائي حکومت او په خصوصي توګه وزير اعلی علی امین ګنډاپور د باني پي ټي آئي جلسو ،جلوسونو لپاره ټول سرکاري وسائل استعمالوي د کوم خلاف چې به ډير زر پاکستان پيپلز پارټۍ احتجاج شروع کړي ۔
هغه تور اولګولو چې وزیر اعلیٰ دماغي مريض دې په ملک کښې انتشار پيدا کول او د خېبر پښتونخوا عوام د وفاق او پنجاب سرہ جنګول غواړي ۔
محمد علي شاه باچه اووئيل چې چئیر مین پيپلز پارټي بلاول بهټو زرداری به روانه مياشت کښې د پيښور دوره کوی او د پيپلز پارټۍ وکيلانو او بار ته به خطاب هم کوي ۔