د آئي ايس آئي پخواني مشر جنرل (ر) فيض حميد ګرفتارۍ او هغه خلاف د کورټ مارشل کاروائۍ باندې د سياسي مشرانو ردعمل راغلې دې ۔
د مسلم ليګ ن سينئر رهنما رانا ثنالله خپل ردعمل کښې وئيلي چې فيض حميد په تحويل کښې اخيستواو د هغه کورټ مارشل کولو اقدام به د پاک فوج په احترام او عزت کښي اهم سنګ ميل ثابت شي ۔
د فيض حميد په ګرفتارۍ د پيپلز پارټۍ سينئيررهنماقمر زمان کائره وئيلي چې فوج د خپل سينئر افسر کورټ مارشل شروع کړې نو ظاهره ده چه هغه به څه غټ جرم کړي وي ۔
سينيټر فيصل واوډا هم خپل ردعمل ښودلې او وئيلي دي چې فيض حميد او پي ټي آئي يونوم دې، دا معامله به تر ډيره لرې ځي ۔
فيصل واؤډا اووئيل چې اوس به ډير بُتان نسکوريږي اوملک کښې به د احتساب عمل په نظر راشي ۔