وزيراعلیٰ په مشرۍ کښې راروانې قافلے په موټروے زياتره رکاوټونه کلئير کړي،ځائے په ځائے کنستې شوي خندقونه ئې هم واپس بند کړي،او قافله ئې پرې را اړولي ۔
د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا علي امين ګنډاپور په قافله برهان او هزاره انټر چينجز باندې پوليسو شيلنګ کړېدې ۔
وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور وئيلي چې د پوليس لخوا راباندې بدترين شيلنګ شوې،پوليسو راباندې ډزې هم کړي،زخمي کارکنان مو هسپتالونو ته رسولي دي ۔
وزيراعلیٰ وئيلي چې مونږ د آئين د حفاظت لپاره راوتي يو، د ورځو نه بلکه په هفتو هفتو د ايساريدو بندوبست مو کړيدې ۔
د پاکستان تحريک انصاف لخوا د اسلام آباد ډي چوک کښې د احتجاج لوجې د سرښار ټولې لارې سيل کړې شوي او ځائې په ځائې په لارو درنې کنټينرې ايښودې شوي ۔
دې دوران د سيکيورټي کلک ګامونه هم پورته کړې شوي او د سرښار اسلام آبا ټول ملک سره زمکائي رابطه منقطع شويده ۔
پوليسو د اسلام آباد پنډۍ په مختلفو علاقو کښې کريک ډاؤن هم کړې او يو شمير کسان ئې نيولي چې پکښې د پي ټي آئي باني خويندې عليمه خان او عظمیٰ خان هم شاملې دي ۔
د اسلام آباد پوليسو ترجمان وئيلي چې سرښار کښې دفعه يو سل څلور څلويښت (144) نافذ کړې شوې ده،پوليس د اولس حفاظت لپاره موجود دي،خلقو ته خواست ددې چې د چا غير قانون عمل کښې شامليدو برخه نۀ جوړېږي ۔
پوليس وئيلي چې د امن و امان ټينګ ساتلو کښې خنډان پيداکونکو خلاف به قانون حرکت کښې راځي، غبرګ ښارونو کښې تګ راتګ لپاره دې ټريفک ايډوائزري نظر کښې ساتي ۔
بلخوا اسلام آباد او پنډۍ کښې د احتجاج په وړاندې موبائل سروس معطل وو ۔دغه شان د غبرګ ښارونو ميټرو سروس هم تاحکم ثاني بند کړې شويدې ۔
فيض آباد پُل، آئي جے پي روډ،مري روډ نه اسلام آباد طرف ته تلونکي ټولې لارې، او ايکسپريس هائي وے پشمول اسلام آباد ته داخليدونکې ټولې لارې درنو کنټينرو سره بندې کړې شويدي ۔
دې تر څنګ د پنډۍ سيکيورټي چارواکو وئيلي چې هيڅوک دې د غير قانون عمل برخه نۀ جوړېږي، ګني مظاهرچيانو خلاف به سختې کاروائيانې کولې شي ۔
د اسلام آباد او پنډۍ نه علاوه لاهور،سرګودها،اټک او کښې هم دفعه يو سل څلور څلويښت نافذ ده او د امنيت کوټلې ګامونه پورته کړې شويدي ۔