پيښور کښې د بلدياتي نمائندګانو له اړخه د احتجاج په وخت پوليسو په مظاهرچيانو شيلنګ او آنسو ګيس استعمال کړې او په دې موقع څلور کسان ګرفتار کړې شوې هم دي، دپوليس او مظاهرينو ترمينځه سخت تاو تريخوالې هم رامخې ته شوېدي ۔
بلدياتي نمائندګانو د فنډونو د نيشتوالي په ضد ريډ زون ته د داخليدو کوشش کولو چې پوليس پرې شيلنګ او آنسو ګيس نه پس د مظاهرچيانو منتشر کولو ډير کوششونه اوکړل خو مظاهرچيان خپل موقف نه نۀ پشا کيدل ۔
تر دې دمه چې پوليس او مظاهرچيان د احتجاج په وخت يو بل سره لاس او ګريوان شوي هم وو ،د ذرائعو ترمخه د پوليس او مظاهرچيانو ترمينځ د جنګ او تاؤ تريخوالي نه پس د فنډ د زر تر زره يقيني کولو لپاره مذاکرات هم شوي، کوم چې ناکامه شويدي ۔
بلخوا د مظاهرچيانو دا غوښتنه ده چې تر څو پورې هغوي ته فنډونه نه وي جاري کړے شوے تر هغه وخته پورې به خپل احتجاج جاري ساتي ۔