وزيراعظم شهبازشريف سره د خپل وفد اسلام آباد کښې د جے يو آئي امير مولانا فضل الرحمان کور ته ورغلې دې ۔
په دې موقع مولانا فضل الرحمان د وزيراعظم شهبازشريف تود هرکلے کړېدې ۔
وزيراعظم د مولانافضل الرحمان خيريت معلوم کړې او هغه ته ئې ګلدسته
پيش کړېده ۔
د وزيراعظم شهبازشريف او مولانا فضل الرحمان ترمينځ ملاقات کښې د ملک په مجموعي او سياسي صورت حال خبرې اترې شوېدي ۔
وزيراعظم سره په وفد کښې نائب وزيراعظم اوخارجه وزير اسحاق ډار، داخله وزير محسن نقوي او اطلاعاتو وزير عطا تارړ شامل وو ۔
ملاقات کښې د جے يو آئي طرف نه مولانا عبدالغفور حيدري، مولانا اسعد محمود، محمد اسلم غوري، مولانا عبدالرحمان ، غلام علي، مولانا جمال الدين، مفتي ابرار احمد، جلال الدين ايډوکيټ هم موجود وو ۔