د پیښور هائيکورټ چیف جسټس اشتیاق ابراهیم او جسټس وقار احمد باندی مشتمل دوه کسیزه بینچ د پیپلز پارټۍ صوبائي صدر سید محمد علي شاه باچه په دائر شوې درخواست سماعت کړيدې ۔
د درخواست ګزار وکیل ګوهر رحمان خټک موقف خپل کړې چې صوبائي حکومت په ضلع مردان کښې د سرکاری يونيورسټو پنځه زره کناله نه زیاته زمکه خرڅولو فیصله کړې ۔
په دې باندې ایډیشنل ایډوکیټ جنرل نعمان کاکا خيل اووئیل چې حکومت ته دې د جواب جمع کولو موقع ورکړې شي او حکم امتناع دې نۀ جاري کيږې ۔
چیف جسټس پيښور هائيکورټ جسټس اشتیاق ابراهیم اووئیل که چرې حکومت زمکه د نه خرڅولو پروګرام دې نو عدالت کښې دې د دې وضاحت اوکړي او د حکم امتناع مخالفت دې نۀ کوي ۔
پيښور هائیکورټ د يونيورسټو زمکه ممکنه خرڅولو خلاف حکم امتناع جاري کړې او د زمکې خرڅولو عمل اودرولو امر ئې کړېدې ۔