د قامي اسمبلۍ سابق سپيکر او د پي ټي ائي رهنما اسد قيصر د ضمانت دپاره کيس سماعت شوے،په کوم کې چې عدالت د اسد قيصر ضمانت منظور کړےدے.
د پي ټي ائي سابق سپيکر قومي اسمبلي ضمانت دپاره کيس سماعت شوے،د اينټي کرپشن عدالت جج بابر علي خان د کيس سماعت کړے،عدالت د اسد قيصر ضمانت منطور کړے او هغوي ته ئې د اتيا زره مچلکي جمع کولو حکم ورکړے،
واضح دي وي چې اسد قيصر د اسلام اباد نه ګرفتار کړے شويدے،او په هغوي د ګجر خان ميډيکل کالج لپاره د سامان خريدارۍ کې د کرپشن کولو الزام دے.