پیښور هائيکورټ د حیات آباد نه په رڼا ورځ بے درکه شوي د الکوزی کورنۍ څلور وروڼو د بازیابۍ لپاره دائر درخواست باندې سماعت شويدې ۔
عدالت وئيلي چې عجیبه ریاست دې چې خلق بے درکه کیږي، او داسې هيڅوک نيشته چې ذه واري ئې واخلي ۔
عدالت اووئيل چې پکار ده چې دې کيس کښې ایس ایچ او ، او سي سي پي او خلاف ايف آئي آر درج خړې شوې وې ۔
د پیښور هائيکورټ جج جسټس اعجاز انور وئيلي چې انټيلي جنس ادارې خپله ذمه وارې په ښه ډول نه ترسره کوي ۔
عدالت د مشترکه تحقيقاتي ټيم يعنې جے آئي ټي رپورټ رد کړې او وئيلي دي چې جے آئی ټي د متاثره کورنۍ انټرویو کړې، پکار خو دا وه چې هغوي انټيليجنس ادارو او پولیس او پوليس نه تفتيش کړې وې ۔
د عدالت وينا وه چې شپږ مياشتې اوشوې چې بے درکه تنانو پته نۀ ده لګيدلې ۔
درخواست ګزار وکیل نادر شاه موقف خپل کړې چې پولیس په موجودګۍ کښې څلور واړه وروڼه تښتولې شويدي ۔
جسټس اعجاز انور وینا وه چې زمونږه همدردۍ متاثره کورنۍ سره دي ۔
عدالت راتلونکي سماعت باندې سیکرټیري داخله او چیف سیکرټري خيبرپښتونخوا طلب کړي او نور سماعت ئې ځنډولې دې ۔