پيښور هائي کورټ د تحريک انصاف د مشرانو ګرفتاري ودرولي ده او په وزيرستان کښي پري درج شوې ايف آئي آر ئي معطل کړې دې په فضل حکيم،شاهد علي او سليم الرحمان وزيرستان کښي ايف آئي آر درج شوې وو.
پيښور هائي کورټ د پي ټي آئي ډويژنل صدر فضل حکيم، سټي مئير شاهد علي او د سابقه ايم اين اے سليم الرحمان ګرفتاري ودرولي ده او په هغوي وزيرستان کښي درج شوې ايف آئي آر ئي معطل کړې دې، په شمالي وزيرستان کښي عبدالله نومي تن په دوي ايف آئي آر درج کړې وو۔ نن فضل حکيم خان او نورو مشرانو پيښور هائي کورټ کښي درخواست جمع کو چي پکښي ورله عدالت ګرفتاري ودروله، عالم خان ادينزئي ايډوکيټ او محمد انعام يوسفزئي ايډوکيټ عدالت ته پيش شوي وو.