پيښورهائيکورټ د وزيراعلیٰ خېبرپښتونخوا د حلف په معامله محفوظ فیصله اورولې ده، عدالت خپله فيصله کښې حکم کړې چې ګورنر دې سبا مازيګر څلور بجې د منتخب دوزيراعلیٰ نه حلف واخلي، پيښور هائيکورټ دا هم وئيلي کۀ ګورنر نۀ وي موجود نو د صوبائي اسمبلۍ سپيکر دې دوزيراعلیٰ نه حلف واخلي ۔
د پيښور هائيکورټ چيف جسټس مشرۍ کښې بنچ د پاکستان تحريک انصاف طرف نه دائر شوې درخواست باندې سماعت کړې، او محفوظ شوې فيصله ئې اورولې ده ۔
چيف جسټس پيښور هائيکورټ پښتنه اوکړه چې ګورنر د نوې وزیراعلیٰ نه حلف اخستو په معامله څه وئيلي؟
ايډيشنل اټارنه جنرل عدالت ته جواب ورکړې چې ګورنر د استعفا منظورۍ لپاره معلي امين ګنډاپور رابللې دې، د عدالت وينا وه چې آيا ګورنر د حلف اخستو لپارپ رضامندي ښودلې ده او کنه؟
ايډيشنل اټارنه جنرل عدالت ته اووئيل چې ګورنر راشي نو هغه به فيصله کوي،هغه به سبا پورې راشي، نو استعفا به هم منظوره شي او د نوې وزیراعلیٰ نه به حلف هم واخلي ۔
عدالت اووئيل چې دا خو به هله کيږي چېاليکشن نۀ وې شوې، نورو سياسي جماعتونو اميدوارانو هم کاغذات نامزدګه جمع کړي وو ۔
علي جاويد عدالت ته اووئيل چې کله ګورنر راشي نو کيديشي چې هغه د علي امين ګنډاپور استعفا منظوره کړي، حکومت سره جهاز هم موجود دې، جهاز دې اوليږي نو ګورنر به د شپې راشي ۔
عدالت تپوس کړې چې آيا ګورنر به پبلک فلائټ کښې راځي ، ايډيشنل اټارنه جرنل اووئيل چې ګورنر عام فلائټ کښې سفر کوي ۔
سماعت نه پس عدالت محفوظ شوې فيصله اورولې او حکم ئې کړې چې ګورنر دې سبا مازيګر څلور بجې د منتخب دوزيراعلیٰ نه حلف واخلي، پيښور هائيکورټ دا هم وئيلي کۀ ګورنر نۀ وي موجود نو د صوبائي اسمبلۍ سپيکر دې دوزيراعلیٰ نه حلف واخلي ۔