پيښور فقير اباد تهاني حدود کښي ابابيل سکواډ په يو ګاډي د شک په بنياد ډزي کړي چي پکښي دري تنان زخمي شوې بلخوا سی سی پي او پيښور د واقعي نوټس اغستي اود ابابيل سکواډ دواړه اهلکار ئي معطل کړي.
د عيني شاهدينو مطابق واقعه هغه مهال مخي ته راغله څه وخت چی يو موټر د ابابيل سکواډ په ناکه
نه اودريدو باندي اهلکارو ډزي اوکړي، چي دوران ئي ګاډي کښي موجود دري تنان زخمي شول
پوليس ترجمان وائي چي ابابيل سکواډ نه اودريدو په صورت کښي د شک په بنياد ډزي کړي ولي عيني شاهدين مطابق دا کسان د ائرپورټ نه واپس راتلل کوم چي پيښور کښي نابلده وو او پوليسو پري ډزي کړي
بلخوا سی سی پي او پيښور قاسم علي خان د واقعي نوټس اغستي او دوانړه ابابيل سکواډ اهلکار يي معطل کړي او دي لړ کښي يي انکوايري کميټې جوړه کړي