پيښور په مچني ګيټ تهاڼې په حدودو کښې دوه فريقين يو بل ته مخامخ شوي يو فريق د بل فريق په ګاډي ډزي کړي چې په نتيجه کښې ئې پنځه کسان وژل شوي او يو تن ژوبل شوې دې ۔
ژوبل شوې کس د علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړے شوې، د پوليسو د وينا ترمخه پيښه د زړې دشمنۍ لوجې مخي ته راغلي،په دې دشمنۍ کښې مخکې هم د دواړو فريقينو نه کسان قتل کړے شوي دي ۔
دې پيښې نه پس ملزمان د موقع واردات نه په تيښته کښې بريالي شوي،بل طرف ته د پوليس اعلیٰ چارواکي موقعې ته رسيدلي او د ملزمانو د تلاش احکامات ئې جاري کړيدي ۔