د خېبرپښتونخواکابینې اراکينو کارکردګي رپورټ تیار کړې شوې چې پکښې د ټولو وزيرانو،مشيرانو،معاونين خصوصي د کارکردګۍ جاج اخستې شويدې ۔
کارکردګي رپورټ کښې د څلور اراکينو کارکردګۍ مایوس کن ګرځولې شويده ۔
رپورټ ترمخه د پنځواراکينو بهترین او د شپږ غړو کارکردګي تسلي بخش ګرځولې شوې ده ۔
رپورټ مطابق د اووه اراکينو کرکردګي متوسط ګرځولې شوې ده ۔
رپورټ ترمخه د خېبرپښتونخوا کابینه کښې د توسیع فیصله به د سينیټ انتخاباتو نه پس کولې شي ۔
سرچينو وئيلي چې د صوبائي کابينې اراکينو کارکردګۍ په اړه جوړ شوې رپورټ به باني پي ټي آئي ته وړاندې کولې ۔
سرچينو مطابق د خيبر پښتونخوا کابينې کارکردګۍ په اړه باني پي ټي آئي ته شکايات ميلاؤ شوي وو،د کوم وروستو چې د وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور نه رپورټ غوښتې شوې وو ۔