د پاکستان اولمپيئن ارشد ندیم د پيرس اولمپیکس کښې مقابلو کښې د نارينؤد جیولین تهرو سیالو فائنل لپاره کواليفائي کړېده ۔
د مينز جولین تهرو فائنل به د زيارت په ورځ لوبيږي چې پکښې به د پاکستان، هند او افریقې هیواد ګیرانډا د اولمپیئينز لوبغاړو ترمینځ د سرو زرو مډل لپاره مقابله وي ۔
د نارینو دجيولين تهرود هند لوبغاړې نیرج چوپړه 89 اعشاريه 34 ميټرو په ويشتو اولنې پوزيشن اخستې وو او فائنل ته رسيدلې دې ۔
د پاکستان اولمپيئن ارشد ندیم د 86 اعشاريه 59 ميټر ويشتو سره په دريم نمبر راغلې او فائنل ته ئې کواليفائي کړېده ۔
د افریقائي ملک ګیرانډا لوبغاړې88 اعشاريه 63 جيولين ويشتې او زغل کښې په دوئم نمبر راتلو سره ئې فائنل مقابله کښې ځائې جوړ کړېدې ۔
د نارینو د جیولین مقابلو فائنل به د اګست په اتمه نيټه يعنې زيارت په ورځ ترسره کيږي چې پکښې به د پاکستان ارشد نديم ،د بهارت نیرج چوپړا او افريقائي ملک ګيرانډا اې پیټرز ترمينځ مقابله وي ۔